لومړی خو باید ارامه و اوسئ او د یوې طبیعي پېښې په توګه فکر ورته وکړئ. دغهراز ځان ته باید ډاډ او زړه ورکړئ. که په کور کې یاست په کور کې پاتې شئ او که بیرون یاست بېرون پاتې شئ.
که ودانۍ کې یاست څه باید وکړئ؟
- که د زلزلې پر مهال په ودانۍ او د اوسېدو په ځای کې یاست، بېرون ته د وتلو هڅه مه کوئ، ځکه د ځینې وسایلو او توکو د غورځېدو امکان وي.
- له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو څخه ځان لېرې کړئ، ځکه ښايي در باندې را وغورځي.
- تر مېز لاندې پټ شئ او په یوه لاس یې ټینګ ونیسئ چې ونه ښوري او په بل لاس د خپل سر ساتنه وکړئ.
- که میز نه وي د دیوال کونج ته په نیمه ناست حالت کېنئ او په لاسونو د خپل سر حفاظت وکړئ او یا هم د د دروازې په چوکاټ کې ودرېږئ.
- که د ویده کېدو په ځای کې یاست، پړمخې پرېوزئ او په بالښت د خپل سر او غاړې ساتنه وکړئ.
- پخلنځی (اشپزخانه) د زلزلې پر مهال خطرناک ځای دی، ژر باید ترې ووځئ او له برېښنايي وسایلو ځان لېرې کړئ.
که له ودانۍ بهر یاست څه باید وکړئ؟
- که په ازاده فضا کې یاست پر خپل ځای پاتې شئ.
- که له ودانۍ د وتلو په حالت کې وئ، په زینو ښکته شئ او له لیفټ څخه ګټه مه اخلئ.
- پرانیستې فضا ته ولاړ شئ او له ودانیو، دیوالونو، برېښنا تارونو او له هر بل شي څخه، چې د لوېدلو خطر لري، لېرې شئ.
که موټرواني کوئ څه باید وکړئ؟
- موټر مو له نورو وسایطو لېرې په احتیاط ودروئ.
- د زلزلې تر پایه له موټره مه راکوزېږئ.
- د امکان تر کچې پر پلونو، د تونلونو په مینځ او تر ونو، د برېښنا پایو او یا ترافیکي نښو لاندې موټر مه دروئ او له هغو شیانو لېرې توقف وکړئ، چې د غورځېدو خطر لري.
- د بیا حرکت کولو پر مهال احتیاط وکړئ او په سړک ماتو ځایونو او کاڼو ته پام وکړئ.
له زلزلې وروسته باید څه وکړئ؟
- خپل ځان وګورئ، تر څو زیان مو نه وي لیدلی او یا ټپیان نه وئ.
- څوک چې مرستې ته اړتیا لري (ماشومان، زاړه، ناتوانه کسان، ټپیان او…) کومک یې وکړئ.
- که څوک ټپي وي او وینه ترې بهېږي، ټپ یې په پاکه پټۍ یا ټوټه وتړئ.
- سخت ټپي شوي کسان که له خطر سره نه وي مخ، مه یې ښوروئ.
- ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
- د اوبو، برېښنا او ګاز نلکې وګورئ، که زیانمنې وي په مناسب ځای کې یې جریان بند کړئ. د اورلګیت او نورو اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
- که په ودانۍ کې یاست باید وروستیو ټکانونو ته منتظر شئ او هڅه وکړئ، چې له ماتو ښيښو او ماتو شیان ځان لېرې کړئ.
- که اور لګېدلی وي باید ژر تر ژره یې د مړه کولو هڅه وکړئ.
- وروستي خبرونه واورئ او له بېړنیو حالاتو پرته له تلیفون څخه ګټه مه اخلئ.
- که له کوره بېرون یاست او حالات د ډاډ وړ وي، په احتیاط کور ته ولاړ شئ.
- له زیانمنو ودانیو او ویجاړو شویو ځایونو ځان لېرې کړئ.
- د امکان په صورت کې خوندي او مقاومت لرونکي کالي واغوندئ، تر څو بدن مو څه نا څه له خطره وژغورل شي.
- په سړک او لارو له درېدو ډډه وکړئ او د مرستندویه ټیمونو تېرېدو ته لاره پرانیزئ.
له زلزلې څخه وړاندې څه ډول چمتووالی ونیسو؟
- د هرې طبیعي پېښې له پېښېدو وړاندې باید چمتووالی ولرئ او مخکې تر مخکې ډېری پېښېدونکي احتمالي ګواښونه له منځه یوسئ.
- د لومړنیو مرستو بسته او د اور وژنې کپسول باید ولرئ او کارول یې زده کړئ.
- د درنو وسایلو او توکو لکه المارۍ، یخچال، تلویزیون او په دېوال را ځوړند وسایلو له خوندیتوب او محکموالي ځان ډاډه کړئ. درانه او ماتېدونکي وسایل د امکان تر حده په ښکته ځایونو کې کېږدئ.
- د کورنۍ له غړو سره په بېړنیو حالاتو کې د اړیکې نیولو یو پلان او طرحه جوړ کړئ.
- تل باید د درېیو ورځو لپاره خواړه او اوبه ذخیره کړئ او لاسي څراغ باید ولرئ.
- کور او د اوسېدو ځای مو په خوندي ډول جوړ کړئ، تر څو د زلزلې په وخت امن وي.

