د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د هېواد په ختېځ کې د وروستۍ زلزلې له امله داخلي بېځایه شویو ته د خدماتو رسولو او په کابل کې د راستنو شویو وړاندېزونو ته د رسیدنې په هکله ناسته وشوه.
په دې ناسته کې داخلي بېځایه شویو ته پر بېړنیو مرستو او کابل ته د ستنو شویو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
د ناستې ګډونوالو یادونه کړې، چې د کډوالو چارو وزارت پر امکاناتو سربېره ځینې موسسې چمتو دي، چې بېځایه شویو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
دوی همدارنګه کابل ته د ستنو شویو د ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه شریک کړي او ویلي یې دي، چې ژر به په کابل کې د راستنو شویو غوښتنو ته رسیدنه وشي.
مولوي عبدالکبیر مسولینو ته د لارښوونې پر مهال ویلي، چې د کډوالو چارو وزارت د کورنيو بېځایه شویو او هېواد ته د راستنو شویو په خدمت کې دی او هر راز مرسته چې اړتیا وي باید پر وخت وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې بېځایه شویو ته د اړتیا وړ مرستو د رسولو په موخه به له اړوند نړیوالو ادارو سره ناستې وکړي او همدارنګه د زلزلې له امله بېځایه شویو ته د مرستې رسولو په موخه به په کابل کې مېشت بهرني سفارتونه همکارۍ ته وهڅوي.
په پای کې مسولینو ته دنده سپارل شوې، تر څو د زلزلې له امله زیانمنو شویو سیمو ته د کډوالو چارو د وزارت امبولانسونه، د اوبو رسولو ټانکرونه او بار وړونکې لارۍ ولېږي.

