ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت: هېواد کې د لیونیانو د راټولولو لړۍ پيل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د ټولنې د معذورو ( لیونیانو، نارینه وي که ښځینه) وګړو د ساتنې او د هغوی د درملنې له لارې د یوې سالمې او ارامې ټولنې رامنځته کولو په موخه د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په کابل ښار او د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې که هر ځای لیوني وګړي (نارینه او یا ښځینه) پیدا شي، هغوی ونیسي او د درملنې او پالنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته وسپاري.

یاد وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې پخپلو سیمو، ښارونو او کلیو کې کوم لیونی (نارینه یا ښځینه) وګوري، ژر تر ژره دې له ۱۹۱ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي. یا دې په مرکز پلازمینه کې د حوزو د امریتونو، ولایتونو کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاستونو او ولسوالیو کې د محتسبینو له امریتونو سره معلومات شریک کړي.

دې وزارت ټولو محتسبینو ته اړینې لارښوونې کړې، چې د یادو ناروغانو په ساتنه کې شرافت، انسانیت او اسلامي اصولو ته پام وکړي او له هر ډول بې‌پروايي څخه ډډه وکړي.

همداراز د سرې میاشتې اړوند ټول ریاستونه مکلف شوي، چې د دغو ناروغانو په درملنه، بستر او پاملرنه کې جدي هڅې وکړي.