ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کونړ د مرګونې زلزلې د شهیدانو شمېر ۱۴۱۱ ته لوړ شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تردې مهاله د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعد اباد ولسوالیو کې د زلزلې له امله یو زر او ۴۱۱ کسان شهیدان او ۳ زره او ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې ۵ زره او ۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

نن هم په ټولو زیانمونو سیمو کې د ژغورنې عملیات جریان لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، په کومو سیمو کې چې الوتکو ناسته نشوی کولای، لسګونه کمانډو ځواکونه د هوا له لارې ښکته کړل شوي، تر څو ټپيان له خاورو را وباسي او مناسب ځای ته یې ولېږدوي.

نوموړی زیاتوي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې کمپ هم جوړ شوی، چې خدماتي او نورې کمېټې، توکي او بېړنۍ مرستې پکې تنظيموي.

دغه‌راز د پېښې ځای ته نږدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي، چې د ټپیانو لېږد، د شهيدانو تدفين او د پاتې کسانو د ژغورلو چارې له نږدې اداره کوي.

د یادونې وړ ده، چې بېلابېلو هېوادونو د خواخوږۍ د پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړې، چې يو شمېر يې له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو کمېټې ته سپارل شوې دي.