د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غونډه کې زلزلهځپلو ته د بیړنیو مرستو په رسولو خبرې شوي.
په دې غونډ کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د زلزلهځپلو غم «ګډ غم» بللی او د امنيتي ځواکونو، ملکي ادارو او ولسونو د ګډو هڅو او خدمتونو ستاينه یې کړې ده.
ښاغلي مجاهد ویلي، امنيتي ځواکونه به تر هغو د خلکو په خدمت کې وي، چې لومړنۍ اړتياوې یې نه وي پوره شوې.
دغه راز دې غونډه کې اړوندو ادارو ته جدي لارښوونې شوې، څو د بيړنيو مرستو په رسولو کې لا زياته چټکتيا راولي او د زلزلهځپلو د ژوند د عادي کېدو لپاره هر اړخيز اقدامات وکړي.
د غونډې په پای کې پر دې ټینګار شوی، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون ټول امنيتي او ملکي ارګانونه دې د ولس خدمت د لومړيتوب په توګه په ګډه او بشپړه همغږۍ پرمخ يوسي.

