ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو شهیدانو د ارواح لپاره په ملي دفاع وزارت کې د قرانکریم ختم وشو

د هېواد په ختیځو ولایتو (کونړ، ننګرهار او لغمان) کې د وروستی ویرجنې زلزلې له امله چې په ترڅ کې یې سلګونه تنه شهیدان او ټپیان شول، د ملي دفاع وزارت د رهبري هییت د شهیدانو د ارواح د ارامتیا لپاره د قرانکریم ختم وکړ.

د ملي دفاع وزارت وایي، چې دغه ختم د هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین “فطرت”، د دې وزارت د بېلابېلو برخو د رییسانو او یو شمېر منسوبینو په شتون کې ترسره شو.

قاري محمد فصیح‌الدین “فطرت” په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چي د ملي اسلامي اردو مرسته له ولس سره نمایشي نه ده، بلکې دا یو ایماني او وجداني مسوولیت دی، چې په سختو شرایطو کې د ملت تر څنګ ودرېږو او د مرستې لاس ورته ور وغځوو.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت رهبرۍ هییت د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره، د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا او د پاتې کسانو لپاره د جمیل صبر غوښتنه له لوی خدای ج له دربار څخه وکړه.

 ملي دفاع وزارت تل د هېواد د درنو او عزتمندو خلکو تر څنګ ولاړ دی او ځان متعهد ګڼي چې په هر حالت کې، په ځانګړې توګه په سختو شېبو کې، د زیانمنو شویو خلکو لاسنیوی وکړي او د هر ډول مرستې او ملاتړ لپاره خپله ټوله وړتیا او ظرفیت په کار واچوي.