د ملي دفاع وزارت وایي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د مرستې په موخه د دې وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۱۵۵ الوتنې ترسره کړي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د لومړۍ ورځې په ترڅ کې ۸۳ الوتنې شوي، چې ۱۰۰۰ تنه هېوادوال لېږدول شوي دي.
همدارنګه، په دویمه ورځ ۷۲ الوتنې ترسره شوي چې له مخې یې ۳۶۱ تنه ټپیان، ۵۴۰ تنه د ټپیانو پایوازان او روغتیا پالان او لس زره کیلو ګرامه توکي لېږدول شوي دي.
د وزارت په وینا، چې په ټوله کې یو زر او ۹۰۱ تنه هېوادوال د دغو الوتنو له لارې لېږدول شوي دي.

