ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۰۵ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون سې‌شنبه پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

په شهیدانو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي او ۵۰ نور د غزې پر ښار په بریدونو کې شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د نیولو په موخه په دې سیمه کې بې‌ له ځنډه بریدونه جاري ساتلي دي.

د الجزیرې خبریالې ویلي: “د غزې فلسطینیان اوس‌مهال په قفس کې بند پاتې دي او هڅه کوي، چې د امکان تر حده په پرله‌پسې هوايي بریدونو کې ژوندي پاتې شي. هر ځای چې دوی ځي، هوايي بریدونه یې تعقیبوي.”

نوموړې زیاتوي: “دوی همدارنګه د کلابندۍ او د مرستو او خوړو د بندښت له امله مري، ځکه چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای.”

فلسطینیان د پرله‌پسې بریدونو او قحطۍ د جدي ګواښ له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

تر پرون سې‌شنبې پورې په ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله ۱۳ فلسطینیانو ژوند بایللی. په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پیل راهیسې یوازې د لوږې له امله ۳۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي. په دې کې ۸۳ وروسته له هغه شهیدان شوي، چې د ملګرو ملتونو یوې ملاتړې ادارې د اګسټ پر ۲۲مه د لومړي ځل لپاره په غزه کې قحطي تایید کړه.

د ۲۰۲۳ د اکټوبر میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۳ زره او ۶۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۰ زره او ۹۱۴ نور ټپيان شوي دي.