په انقره کې د اسلامي امارت لوی سفیر شیخ صنیعالله فرهمند د ترکیې لپاره د قطر سفارت له چارسمبالي دوکتور نایف بن جاسم محمد العبدالجبار سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا ترڅنګ، د سیمې پر يو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.
دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دغه راز یې د خپلو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله ښودلې ده.

