د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس انجنیر حامد ابراهیم، د یو شمېر ولایتي ادارو له رییسانو سره یوځای، د ایران زاهدان ولایت له چارواکو سره د میلک بندر په پوله ګډه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لوریو ټرانزېټ، سوداګرۍ، د افغان مسافرو د ویزو ورکړې، د قاچاق مخنیوي او د پولي په برخه کې پر بېلابېلو همکاریو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
انجنیر حامد ابراهیم د غونډې په پیل کې له ایراني لوري وغوښتل، چې د ورېښمو پل د ټرانزیټ پر مخ خلاص کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د تېلو لپاره نوی نورم جوړ کړی، او له مخې به یې سوداګر وکولی شي په قانوني ډول تېل وارد کړي.
ښاغلي ابراهیم ټینګار وکړ، چې د نیمروز ولایتي اداره د زاهدان له مسولینو سره د ښې همغږۍ، د سرحدي ستونزو د حل، او د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره جدي هڅې کوي.
دغهراز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو خواوو د تېلو ټانکرونو ته به د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي او د ورېښمو پل به د هر ډول ټرانزیټي تګ او راتګ پرمخ خلاص وي.
همدارنګه، د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس د افغان مسافرو د ویزو د ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان مسافر د میلک بندر په سیمه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي له ایراني چارواکو وغوښتل، چې دغو ستونزو ته دې جدي رسېدنه وشي.
ښاغلي ابراهیم قاچاقي تېلو ته په اشارې سره وویل، چې له ایران څخه افغانستان ته په باربري موټرو کې غیرقانوني تېل راوړل کېږي او دا چاره باید کنټرول شي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د میوهجاتو موټرو ته باید اجازه ورکړل شي، څو تر بشپړ مقصده توکي ورسوي او د ایران خاوره کې خالي نه شي، ځکه دا کار افغان سوداګرو ته اقتصادي زیان اړوي.
په پای کې دواړو لوریو د ټرانزېټ، ټرانسپورټ، او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د دوامداره همکاریو ژمنه وکړه او ایراني چارواکو د ستونزو د حل لپاره بشپړ ډاډ څرګند کړ، او ټینګار یې وکړ، چې ورته ناستې به دوامداره وي.

