ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي: افغانستان په دې حساسو شرایطو کې د قطر دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر د ورور هېواد قطر پر خاوره د اسراییلي ښکېلاکګر رژيم وروستی برید په کلکو ټکو وغنده او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان ولس او حکومت په دې حساسو شرایطو کې د قطر دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دی.

مولوي امیر خان متقي دغه راز وویل، د نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې د پرله‌پسې نسل‌وژنې ترڅنګ، په دوحه کې د فلسطین پر مذاکراتي پلاوي د اسراییلي رژيم برید د نړیوالو قوانینو، عرفونو او ارزښتونو ښکاره نقض او له ټولو حدودو څخه تېری دی.

ښاغلي متقي دغه راز ټینګار وکړ، چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییلي رژيم پر وړاندې یو متحد، جدي او معنا لرونکی دریځ خپل کړي.

ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیرد افغانستان اسلامي امارت له لوري د دې برید د غندنې او د قطر د ملاتړ دریځ څخه مننه وکړه او دغه ګام یې د ورورګلوۍ ښکاره نښه وبلله.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د حماس مقاومتي غورځنګ او د اسراییلي رژيم ترمنځ د مذاکراتو په تړاو د قطر د منځګړیتوب پر تګلاره هر اړخیز وضاحت وړاندې کړ او زیاته یې کړه، برید داسې مهال ترسره شو، چې د فلسطین پلاوي د اوربند پر طرحه خبرې کولې، چې دا په اصل کې د سولې پر هڅو او منځګړیتوب پر بهیر یرغل دی.