د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې په موخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ټرانسپورت او هوایي چلند، کورنیو چارو، ټولګټو، عامې روغتیا وزارتونو او د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او نورو اړوندو ادارو مسسولینو ګډون کړی وو.
ارګ وایي، په دې غونډه کې د ترافیکي نښو، په ګولایانو کې د هندارو لګولو، د پټلیو ګارډ رامنځته کول او د واټونو او لویو لارو د کرښو اېستلو، د تخنیکي معاینې او د موټر چلوونکو د روغتیایي او مصونیت کارتونو د وېش، په ښارونو او لویو لارو کې د ترافیکي سرغړونو او د ترافیکي پېښو مخنیوي او د شخصي، مسافروړونکو او باروړونکو موټرونو په تګ او راتګ کې پر نظم رامنځته کولو او د نورو اړوندو مواردو خبرې ترسره شوې او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول.

