د لوګزامبورګ لومړي وزیر لوک فریدن او د بهرنیو چارو وزیر خاویر بتل په پارلماني کمېسیون کې ویلي، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو په راتلونکي عمومي اسمبلۍ کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې پارلمان ته به یوه طرحه وړاندې کړي، تر څو هېواد یې د اسرائیلو پر وړاندې نور اقدامات وکړي او بندیزونه پرې ولګوي.
د راپورونو له مخې، فرانسه او سعودي عربستان به د سپټمبر پر ۲۲مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه د یوې ګډې ناستې کوربتوب وکړي.
اسټرالیا، کاناډا، بلجیم، فرانسې او برېتانیا هم له دې وړاندې ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکي عمومي غونډه کې به فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
د روان زېږدیز کال تر اپریل میاشتې پورې شاوخوا ۱۴۷ هېوادونو، چې د ملګرو ملتونو د غړو ۷۵ سلنه تشکیلوي، فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

