اکسیوس خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو پرون (دوشنبه، د وږي ۲۴مه) د غزې ښار د اشغال په موخه ځمکني عملیات پیل کړي دي.
یاد اژانس د پخواني پوځي چارواکي له قوله ویلي، چې اسرائیلي عسکر غزې ښار ته ننوتلي او په راتلونکو ورځو کې به نور هم ورسره یو ځای شي.
اکسیوس د اسرائیلي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دا عملیات له نتانیاهو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو له لیدنې څو ساعته وروسته پیل شوي دي.
د راپور له مخې، روبیو نتانیاهو ته ویلي، چې د ټرمپ اداره په غزه ښار کې د اسرائیلو له ځمکنیو عملیاتو ملاتړ کوي.
صهیونیستي عسکرو د غزې ښار د اشغال په موخه له څو اونیو راهیسې د دې ښار په شاوخوا کې بریدونه زیات کړي او مرکز ته یې، چې تېره میاشت شاوخوا یو میلیون فلسطینیان پکې مېشت وو، نږدې شوي دي.
صهیونیستي عسکر په غزه ښار کې په سیسټماټیک ډول د ملګرو ملتونو د ښوونځیو په شمول، چې اوس د فلسطینیانو په پناهځایونو بدل شوي، ودانۍ ویجاړوي او له منځه یې وړي.
تېره اونۍ یې هم د غزې په ښار هوايي بریدونه زیات کړي وو او د دې ښار ګڼې ودانۍ یې ویجاړې کړې وې.
د فلسطین د ملکی دفاع اداره وايي، چې په وروستیو اونیو کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ څو پوړیزه اپارتمانونه ویجاړ او له خاورو سره سم شوي دي.
د غزې ورغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه ښار د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په سیمهییز وخت پرون غرمه مهال د صهیونیستي رژیم هوایي ځواکونو پر غزه ښار پراخ هوایي بریدونه وکړل، چې څو شېبې وروسته غزې ښار ته د اسرائیلو ټانکونه ننوتل.
له بریدونو سره-سره اسرائیلي یرغلګرو غزه تړانګه کلابنده کړې، فلسطینیان یې له تحمیل شوې قحطۍ او لوږې سره مخ کړي، په زیاته کچه فلسطینیان بېځایه شوي او له سخت بشري ناورین سره مخ دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلوژنې په جګړه کې لږ تر ږله ۶۴ زره او ۹۰۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۴ زره او ۹۲۶ نور ټپيان شوي دي.

