ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له اروپايي هېوادونو سره د ایران د اټومي پروګرامونو او بندیزونو لرې کولو په تړاو خبرې شوې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د فرانسې، المان او برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو او د اروپا د بهرني سیاست له مسول سره په یوه ګډه ټلیفوني اړیکه کې د ایران د اټومي پروګرام او بندیزونو لرې کولو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، سید عباس عراقچي په دې اړیکه کې د درېیو اروپایي هېوادونو هغه ګام، چې د امنیت شورا لغوه شوي بندیزونه دې بېرته پر تهران ولګول شي، بې‌دلیله او له قانوني او منطقي پلوه بې اساسه بللی دی.

ښاغلي عراقچي زیاته کړې، چې ایران د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره خبرو ته ناست دی او اوس د مقابل اړخ وار دی، چې له دې فرصته څخه د ډیپلوماټیک بهیر د دوام او د مخنیوي وړ کړکېچ د نه رامنځته کېدو په موخه ګټه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران چمتو دی یوې داسې متوازنې حل‌لارې ته ورسېږي، چې د متقابلو ګټو د خوندیتوب تضمین وکړي.