د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د تېر ۲۰ کلن جهاد د شهیدانو په یاد غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې د سیمې ګڼ شمېر مجاهدينو،علماوو، امارتي مسوولینو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
ملا عبدالطیف منصور د شهيدانو ورثه وو ته تسليت له وړاندې کولو وروسته د شهيدانو د مقام او فضیلت، د اسلامي نظام د بقا، پایښت او ټینګښت لپاره د علماوو، مجاهدینو او عام ولس دمسوولیتونو او مکلفیتونو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي خلک وهڅول، څو د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره، چې د زرګونو شهیدانو، ګونډو، یتیمانو او بېوزلو د وینو او اوښکو ثمره ده، په سر او مال سره دفاع وکړي.
دغهراز د اوبو او انرژۍ وزیر د ملت د ټولو ولسونو تر منځ په بشپړ یووالي ټينګار وکړ.

