ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پرتګال د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت پېژني

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد به سبا (یکشنبه، د وږي ۳۰مه) فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

په اعلامیه کې راغلي، چې پرتګال به د فلسطین دولت د جوړېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ یوه ورځ مخکې فلسطین په رسمیت وپېژني.

تر دې وړاندې د بریتانیا، فرانسې، کاناډا او اسټرالیا په ګډون نهه نورو هېوادونو هم اعلان کړی، چې فلسطین به د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.