د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږکال په کندوز کې پر ۴۸ زره او ۷۲۷ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه ۱۷۷ زره او ۳۶۷ مټریک ټنه د وریجو حاصلات تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د کرنیزو معلوماتو او احصایې ریاست د شمېرنو له مخې کندوز کې تېر کال په ۴۰ زره او ۶۶۱ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې، ۱۲۹ زره او ۷۴۸ مټریک ټنه وریجې ترې ټولې شوې وې، چې دغه شمېرې د شولې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د کندوز د کرنې ریاست مسولین وایي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول، د کتاري کرنې دودول، د افتونو او ناروغیو کنترول او د کرکیلې سیمې پراخول هغه لاملونه دي، چې په دې ولایت کې د شولې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
شولې تر غنمو وروسته په کندوز کې دویم مهم کرنیز محصول ګڼل کېږي، چې تر ډېره د دې ولایت په مرکز او دغه راز د خاناباد، امام صاحب، چهاردرې او علياباد ولسوالیو کې کرل او پروسس کېږي.
د کندوز کروندګر وايي، د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله د شولو کر او راټولونه ډېرو هڅو ته اړتیا لري، خو عاید یې له زحمتونو سره برابر نه دی.
د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې ډول ډول شولې کرل کېږي، لکه سرخه زراعتي، باسمتي، مونده، شالونګي، ایراني، سردهباره او ګرمهباره، چې له یادو ډولونو څخه د «سردهباره» وریجې د خپل ځانګړي خوند او شهرت له امله ځانګړی مقام لري.

