ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مفتي عبدالمتین قانع په اړه د فایننشال ټایمز راپور بې‌بنسټه دی

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د ‘فایننشال ټایمز’ ورځپاڼې هغه راپور رد کړی، چې ګواکې نوموړی د روسیې، چین، امریکا او اروپا د دفاعي او استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.

ښاغلي قانع دغه ادعاوې بې‌بنسټه او له حقيقته لېرې بللې او ویلي یې دي، چې هېڅکله يې داسې بیانونه نه دي کړي او نه هم د اسلامي امارت اړوند کومې رسمي سرچينې خپاره کړي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د رسنيزې دسیسې او د اسلامي امارت پر ضد د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بللې او موخه یې د عامه ذهنیت خرابول، د باور کمول او د هېواد سیاسي خپلواکي تر شک لاندې راوستل ښودلي دي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو غوښتي، چې د خبرونو په خپرولو کې مسلکي او اخلاقي معیارونه په پام کې ونیسي او د جعلي معلوماتو له خپرولو څخه ډډه وکړي.