ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر کډوالو ته د اړینو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبير د عمان لپاره د اسلامي امارت له سفير حافظ عمر سره وكتل.

په دې کتنه کې حافظ عمر ویلي، چې عمان له اسلامي امارت سره مثبتو او نږدې اړیکو ته لېواله دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په مسقط کې د اسلامي امارت سفارت لخوا مېشتو افغانانو ته اړین خدمتونه وړاندې کېږي.

د ښاغلي عمر په وینا، په عمان کې افغان ډیپلوماتان هېواد ته د بهرنیو پانګوالو د رابللو هڅې کوي او تر دې دمه له ګڼ شمېر بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره مثبتې ليدنې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر په بهر کې د افغان ډيپلوماټانو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت د سیاسي اړيکو سربېره د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې رغنده ونډه لري.

د کډوالو وزیر دغه راز د اسلامي امارت د سفارتونو لخوا افغان کډوالو ته د اړينو خدماتو پر وړاندې کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له هرې شونې لارې د افغان کډوالو د ستونزو د حل هڅې کوي.