ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان له مرستیال سفیر سره د اقتصاد د وزیر کتنه، نوي کابل ښار کې د څښاک اوبو د پروژې بیا پیل په اړه خبرې شوې

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا سره وکتل.

اقتصاد وزارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لوریو په نوي کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو پروژې په اړه خبرې کړې او قاري دین محمد حنیف د یادې پروژې د چارو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د جاپان مرستیال سفیر د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره د جاپان د بېړنیو مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په نوي کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو پروژې د چارو د بیا پیل موضوع به د جاپان له اړوند ادارو سره شریکه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو د برابرولو پروژه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې وه، چې د UNOPS ادارې لخوا پلې کېده، خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې کار ځنډېدلی دی.