ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د قطر سفیر له مولوي امیرخان متقي سره د مخې ښې لیدنه کړې ده

په کابل کې د قطر دولت سفیر سعيد بن مبارک الخيارين د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د مخې ښې لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او قطر دولت تر منځ اړیکې تاریخي او ښې بللې او له افغانانو سره یې د قطر دولت له بشري مرستو مننه کړې ده.

ښاغلي متقي د سفیر د ماموریت دوره ستایلې ده.

سعيد بن مبارک الخيارين د دواړو هېوادونو اړیکې ستایلې او د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.