د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره کتلي.
په دې لیدنه کې زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، سرطاني او زړه ناروغیو په برخو کې د همکاریو، روغتیایي مراکزو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري اړینه بللې او ویلي یې دي، دا چې د هېواد په ختیځ کې د زلزلو له کبله خلکو ته په زیاته کچه زیانونه رسېدلي، نو په همدې موخه زلزله ځپلو ټپیانو ته باید لا په ښه توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي له یاد هېواد څخه د زړه د ناروغیو، سرطاني ناروغیو، راډیولوژي خدماتو او عصبي جراحۍ په برخو کې د ظرفیت لوړونې او تجربو شریکولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي جلالي زیاته کړې، قزاقستان په تېر کې هم د روغتیا په برخه کې همکاري کړې او اوس هم تمه لرو، چې په یادو برخو کې به تجربو شریکولو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د قزاقستان سفیر ویلي، چې افغانستان زموږ دوست هېواد دی او هڅه کوو پر بېلا بېلو برخو کې افغان روغتیايي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره او د روغتیا په برخه کې دوامداره همکاري ورسره وکړو.
نوموړي همدا راز د یو شل کسیز جراحي تخنیکي ټیم د ژر راتګ یادونه کړې، تر څو د زلزله ځپلو ټپیانو وړیا جراحي عملیاتونه وکړي.

