ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهر مېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼو د وېش بیې ټیټې شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشرتابه د ریاست الوزرا د عالي مقام له حکم سره سم بهر مېشتو افغانانو ته د اسانتیا په موخه د بهرنیو هېوادونو د استوګنې له اسنادو سره سم په حضوري او غیرې حضوري بڼه د پېژندپاڼو د وېش بیې ټیټې کړې دي.

پر دې اساس ټولو بهر مېشتو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې له دې وروسته د بهرنیو هېوادونو د استوګنې له اسنادو سره سم خپلې پېژندپاڼې په لاندې نویو ټاکل شویو بیو تر لاسه کولای شي.

۱- هغه بهر مېشتي هېوادوال، چې په حضوري بڼه دې ادارې ته مراجعه کوي په هېواد کې د مېشتو نورو افغانانو په څېر فیس ترې اخیستل کېږي.

۲- هغه افغانان چې په غیرې حضوري بڼه کاغذي پېژندپاڼه تر لاسه کول غواړي او په ګاونډیو، د منځنۍ اسیا، هند او ترکیې په هېوادونو کې استوګنه لري، له دې وروسته د ۲۰۰ امریکايي ډالرو پر ځای ۵۰ ډالر ترې اخیستل کېږي.

۳- هغه هېوادوال چې په غیرې حضوري بڼه کاغذي پېژندپاڼې ترلاسه کول غواړي او په روسیه او عربي او افریقايي هېوادونو کې استوګنه لري، د ۲۰۰ ډالرو پر ځای ۷۰ ډالر ترې اخیستل کېږي.

۴- هغه افغانان چې په امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو کې استوګنه لري، د ۲۰۰ ډالرو پر ځای به د ۱۵۰ ډالرو په بدل کې په غیرې حضوري بڼه کاغذي پېژندپانې ورته وېشل کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره تل هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د اړوندو خدمتونو په وړاندې کولو کې اړینې اسانتیاوې را منځته کړي.