د افغانستان اسلامي امارت عدلیې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د امارتي غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون او اړوندې اختصاصي محکمې د فیصلو د تطبیق طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۳مه نېټه په ۱۴۷۶ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
په دې طرزالعمل کې یوه مقدمه، دوه بابونه، درې فصلونه او ۳۰ مادې شاملې دي، چې د امارتي غصب شویو ځمکو اړوند دوسیو د مراحلو تېرولو څرنګوالی، د کمېسیون او د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې د اختصاصي محکمې د فیصلو تطبیق، د فیصلو په تطبیق کې له هر ډول مداخلې څخه مخنیوی، د پرېکړو د تطبیق لپاره د پولیسو خاصې او مجهزې قطعې رامنځته کول او نور موارد پکې بیان شوي دي.
د یاد طرزالعمل د تطبیق مرجع د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون دی او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست، والیان، ښاروالان، ولسوالان او نورې امارتي مراجع هم مکلفې شوې تر څو له کمېسیون او اړوندو ولایتي تخنیکي پلاویو سره د غوښتنې مطابق په ساحه کې هر اړخیز اجرات وکړي.
په دې طرزالعمل کې ولایتي تخنیکي پلاوي موظف شوي، چې د کمېسیون د فیصلې له تر لاسه کولو وروسته یې تر ۱۰ کاري ورځو پورې په ساحه کې تطبیق کړي او که غاصب یا غیرې شرعي ذوالید پر فیصلې باندې قناعت نه درلود، موضوع دې اړوندې اختصاصي محکمې ته محول شي. دغه راز یاد پلاوي مکلف دي چې د اختصاصي محکمې د پرېکړې ترلاسه کولو وروسته هغه په ساحه تطبیق کړي.
یاد طرزالعمل د کمېسیون د فیصلې په تطبیق کې د امارتي مسولینو ممانعت یا مداخله او یا له غاصبینو څخه د هغوی ملاتړ جرم بللی او کمېسیون یې موظف کړی، چې داسې اشخاص محکمې ته وروپېژني. که امارتي مسولین د کمېسیون یا اختصاصي محکمې د فیصلې له تطبیق څخه ډډه وکړي، یا په دې بهیر کې خنډ رامنځته کړي او یا له غصب څخه ملاتړ وکړي د کمېسیون په تجویز د اړوندې ادارې په واسطه له کار څخه ګوښه کېږي.
په دې طرزالعمل کې د کمېسیون او اختصاصي محکمې د فیصلو د تطبیق په منظور د پولیسو یوه خاصه قطعه، چې شمېر به یې لږ تر لږه ۲ زره او ۵۰۰ تنه وي هم په پام کې نیول شوې ده. دا قطعه د کورنیو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست په همکارۍ را منځته کېږي او د کمېسیون او تخنیکي پلاویو له لارښوونې سره سم اجرات کوي.
هېوادوال کولای شي، چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په برېښنايي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي.

