د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبد الغنی برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه پخپل کاري دفتر کې د فراه ولايت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.
د لیدنې پر مهال د یاد ولایت علماوو او قومي مشرانو د فراه ولسونو د اوبو کمښت، برېښنا او ترانسپورټ په برخو کې شته ستونزې شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د یادو ستونزو د حل په موخه د اړوند وزارتونو او ادارو مسولینو ته سپارښتنه کړې، تر څو د شته امکاناتو په صورت کې ورته رسېدنه وکړي.
په ناسته کې یادو مسولینو ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د بخشاباد خاکي بند او د فراه ولایت له مرکز تر فراهرود پورې د غځېدلي سړک عملي چارې پیل شي او همداراز به هڅه وکړي، تر څو د وارداتي برېښنا پر مټ او يا هم د خصوصي سکټور له لوري د لمريزي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې له لارې د دوی د برېښنا ستونزه حل کړي.

