ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د مخې ښې کتنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا سره د مخې ښې کتنه وکړه.

د دې کتنې پر مهال روزا اوتانبایوا اړمنو خلکو ته د مرستو د وېش او د دواړو لوریو تر منځ د همغږۍ په ټینګښت کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له مسولینو سره د اسلامي امارت د چارواکو همکاري ستایلې او ویلي یې دي، چې د خپل درې کلن ماموریت په لړ کې له افغانستان او افغانانو ښې خاطرې لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له افغانانو په ځانګړي ډول کډوالو او د کونړ ولایت وروستۍ زلزله ځپلو سره د دې سازمان د بشردوستانه همکاریو د دوام یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان مسولین هڅه کوي کډوالو او زلزله ځپلو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي.

همدا راز په انکشافي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتوته ویلي، چې دغه سازمان تر اوسه د کونړ زلزله ځپلو ته د پام وړ مرستې رسولې او دا چې د ژمي فصل په رانېږدې کېدو دی، اړینه ده هغوی ته د سرپناه برابرولو په برخه کې سملاسي اقدامات وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د اغلې روزا اوتانبایوا د خدماتو د قدرداني پر مهال هغې ته د بریالیتوب هیله کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره زیات اړمن خلک شته او اړینه ده، چې دې برخې ته مسول نړیوال بنسټونه پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شویو خدماتو یادونه کړې او له نړیوالو مسولینو یې هم غوښتي، چې له راستنېدونکو هیوادوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.