د لوړو زدهکړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه.
په دې غونډه کې د هرات ولایت د علماوو شورا رییس، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رییس، د هرات پوهنتون رهبرۍ، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو د رهبرۍ پلاوي، استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي نظام پر پېژندنې، د مسلمانانو د دښمنانو پېژندنې او د دیني او علمي ارزښتونو د اهمیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي: «د محصلینو لپاره د اسلامي نظام پېژندنه یوه جدي اړتیا ده، ځکه د اسلام دښمنان تر پرلهپسې ناکامیو وروسته اوس هڅه کوي، چې زموږ پر ځوانانو له فکري لارو اغېز پرېباسي.»
نوموړي محصلینو ته ویلي، چې تاسو باید په هوښیارۍ، ښو اخلاق، ښه چلند او د وخت له ضایع کېدو په مخنیوي، په ځانګړې توګه د برېښنایي وسایلو نه کارولو له لارې د علمي او اخلاقي پرمختګ لاره خپله کړئ.
همدا راز ښاغلي ندیم محصلینو ته سپارښتنه کړې، چې خپل چلند له اسلامي شریعت سره سم کړي او د دیني او عقیدتي مسایلو د حل لپاره علماء کرامو ته مراجعه وکړي.
وروسته د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي پخپلو خبرو کې پر الهي نعمتونو د شکر ادا کولو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو عملي کولو، په اعمالو کې اخلاص، درسونو ته پاملرنه او د لوړو زدهکړو وزارت د مقرراتو په رعایت کولو ټینګار کړی دی.

