ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تخار ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګوني بين الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه یې د تایید وړ وبلله او د نهايي تصميم نيونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دغه څلور پوړیز سود اګریز مارکېټ جوړولو لپاره خصوصي سکټور ۱۱۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې لسګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.