د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د دې شتنیمو ازادېدل به د زېربناوو په بیارغونه، بانکي قرضونو ته د لاسرسي په پراختیا، کرنیزې پراختیا او افغانانو ته د نویو فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي.
ښاغلي جباروف ټینګار کړی، چې قرغیزستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان له خلکو څخه هر اړخیز ملاتړ او په سیمهییزو اقتصادي بهیرنو کې د دې هېواد له ادغام څخه ملاتړ کوي.

