ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د قطر له سفیر سره د مخې ښې کتنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د قطر له سفیر محترم سعيد بن مبارک الخيارين سره د مخې ښې کتنه وکړه.

په دې کتنه کې سعید بن مبارک الخیارین د افغانستان او قطر د دوستانه، دیني او تاریخي اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي، هیله من دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ دا اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا زیاتې پراخه او پیاوړې شي.

مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د سعید بن مبارک الخیارین د کړنو او فعالیتونو قدرداني کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د سوداګرۍ او پانګونې ښې زمینې برابرې دي او د بېلابېلو هیوادونو په ځانګړي ډول د قطر هېواد له پانګوالو غواړو، چې په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ او کانونو را اېستلو په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د نوموړي هڅې ستایلې او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته کړې ده.