د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت د ډلهییزو زدهکړو له پینځمې دوې نیم میاشتنۍ دورې څخه ۹۷ ځوان منسوبین فارغ شول.
د دوی د فراغت په مراسمو کې د یادې قول اردو ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسولینو په خپلو خبرو کې ویلي، چې ستاسو روزنیز پړاو پای ته ورسېد او اوس عملي ډګر ته داخلېږئ. له دې وروسته مو د هر ګام ارزښت خورا ډېر لوړ دی، ځکه چې د دین، هېواد او ولس دروند خدمت مو پر غاړه شو. د الله ﷻ وېره او په دنده کې رښتینولي مه هېروئ، د خپلو مشرانو مسیر تعقیب کړئ او د ديني ارزښتونو سره-سره د هېواد د عزت او مؤمن ملت د سپېڅلو ارمانونو ساتنه وکړئ.
نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی دی.

