ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: امریکا باید له افغانانو سره سیاسي، ډیپلوماټیک او منطقي تعامل وکړي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد له العربیه تلویزیون سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا باید له افغانانو سره سیاسي، ډیپلوماټیک او منطقي تعامل وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانان د بهرنیو ځواکونو حضور د خپلې خاورې په هېڅ برخه کې نه مني او دوی باید هېره نه کړي، چې بد عملونه، بد عکس‌العملونه زېږوي.

ښاغلي مجاهد ویلي: “د امریکا د شل کلن اشغال پر مهال افغانستان له دوامداره بدبختیو سره مخ و، اوس اشغال پای ته رسېدلی او افغانستان د اشغال وړ نه دی، بلکې باید له افغانانو سره سیاسي او منطقي تعامل وشي، تر څو پخپلو پښو ودرېږي.”

مولوي ذبیح‌الله مجاهد له چین سره د اړیکو په تړاو ویلي، چې افغانستان د متوازن بهرني سیاست له مخې له چین سره اړیکې لري او له امریکا سره هم د ښو اړیکو غوښتونکي یو. افغانستان به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې خپله خاوره د سیالو ځواکمنو هېوادونو د سیالۍ ډګر شي.

د اسلامي امارت د ویاند په خبره: “افغانستان بې طرفه بهرنۍ پالیسۍ ته ژمن دی، له ټولو لویو قدرتونو سره متوازنې اړیکې غواړي، خو خپله خاوره د سیالۍ لپاره نه ورکوي، بګرام د افغانستان برخه ده او هېچا ته نه سپارل کېږي.”

د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د خپلې خاورې په تړاو له هېچا سره معامله نه کوي او افغانستان اوس‌مهال د هېڅ بهرني لوري تابع نه دی.