د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې په تېره وږي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱ زره او ۷۰۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت په خبره، د حیرتان بندر له لارې ۲۹۴ زره او ۴۸۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۹ زره او ۸۹۷ ټنه، د تور غونډۍ بندر له لارې ۵۴ زره او ۴۶۲ ټنه او د هرات-خواف له لارې ۵۲ زره او ۸۶۰ ټنه توکي لېږدول شوي، چې ټولټال ۴۲۱ زره او ۷۰۰ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي. په وږي مياشت کې یو زر او ۹۴۶ ټنه ترانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ،د انارو جوس او وریجې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه کچه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت هڅه کوي، تر څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.

