د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۲۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۸۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۵۵۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۳۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه (۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳)تنه و، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۱۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۸)کورنیو سره مجموعًا (۲۹۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۲۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵۲)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۴۱۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۱۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۲۹۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۶۳)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، پکتیکا، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۷۸۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۱۴)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۴۰۵۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۴۱۰)عدده سیمکارتونه وېشل شوي
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۶۷۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۴۰۲۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۱۰۸۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷۹۷)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۹۷۸۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۳۱)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۱۹)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې (۱۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۵۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه (۵۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹۵)تنه و، لښکرګاه، خانشین، بینادر، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۹۰۰۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۳۰۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۳۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۲۹)تنه و، پکتیا، کندز، لوګر، بغلان، جوزجان، خوست، تخار، بلخ، سمنګان، کندهار، او فاریاب ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۴۱۰۸۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: (۱۴۹۴)کورنۍ او (۸۵۸۴)افراد
لېږدول شـوي کډوال: (۱۷۸۱)کورنۍ او (۹۶۹۷)افراد
مرسته شوي کډوال: (۱۶۰۷)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۱۸۱)عــــدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

