د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یوه محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و، د بښنې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي په دې غونډه کې ویلي: “هر محصل د خپل زوی حیثیت راته لري، مقتول داسې راته ښکاري لکه خپل زوی مې چې شهید شوی وي، شهید ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم، الله تعالی دې نعمل البدل ورکړي.”
ښاغلي ندیم زیاته کړې، چې درې مجلسونه الله تعالی د خیر مجلسونه بللی دي؛ یو هغه چې خلکو ته پکې په صدقه او خیر رسولو امر کېږي، دویم هغه چې امر په معروف پکې کېږي او درېیم هغه چې د دوو مسلمانانو د سولې مجلس وي. نو دا ډېر د خیر مجلس دی.
شیخ نداء محمد ندیم د شهید کورنۍ صبر ته را بللې، د عفوې له امله یې د الله تعالی له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه ورته کړې او هغوی ته یې په خطاب کې ویلي، چې د الله تعالی له لوري امتحانونه راځي، غمونه او مصیبتونه راځي خو مسلمان باید صبر وکړي او الله تعالی له صابرینو سره دی.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د پکتیا ولایت اوسیدونکی او د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصل د یاد پوهنتون د بل محصل له لوري په قتل رسېدلی و، چې د مشرانو او سپینږیرو په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بښنه وکړه.

