د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره د ځمکپوهنې د خطرونو څېړنې او معلوماتو راټولولو او د پروژو پلي کولو په تړاو هوکړه لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر د هوکړې د ارزښت، موخو، دندو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې او د ناروې له کمېټې څخه یې غوښتي، چې د وزارت کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د ګډې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو یادونه یې کړې ده.
د ناروې د کمېټې مشر د وزارت له مشرتابه څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې په دې هوکړه لیک کې د دواړو لوریو دندې ځانګړې شوې او موږ ژمنه کوو، چې د کانونو او پټرولیم له وزارت سره په بشپړه توګه همکاري وکړو.
د یادونې وړه ده، چې دا هوکړه اته مادې لري، چې د علمي، څېړنیزو او تعلیمي فعالیتونو او د وزارت د کارکوونکو او متخصصینو د وړتیاوو لوړولو برخې پکې شاملې دي.

