ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزير د ايران له سفير سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني پخپل کاري دفتر کې د ايران اسلامي جمهوريت له سفير علي رضا بیکدلي او مل پلاوي سره وکتل.

په پيل کې ښاغلي بيکدلي د اطلاعاتو او کلتور وزير ته د دندې مبارکي ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده.

نوموړي د ګډو تاريخي، کلتوري او مذهبي مشترکاتو يادونه کړې او افغانستان يې د يوه ښه ګاونډي په توګه ياد کړی دی.

هغه د افغانستان او ایران کلتوري، اقتصادي او سياسي اړيکې ستايلې او د ګډو کلتوري، لاسي صنايعو او د خطي اثارو د نندارتونونو په جوړېدلو يې خبرې کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير پخپلو خبرو کې د اړيکو په ټينګښت کې د کلتورونو رول حياتي بللی او کلتور يې د ملتونو د اتصال ټکی یاد کړی دی.

شيخ شيراحمد حقاني د متقابل درناوي پر بنسټ د اړيکو پياوړتيا مهمه یاده کړې او د خبرو له لارې يې د ستونزو پر حل کولو ټينګار کړی دی.

همدا راز يې د دښمن پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې د تاريخ په اړه خبرې کړې او دا يې د دواړو هېوادونو په تاريخ کې مهم او لوی پړاو بللی دی.