ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: د افغانانو اتحاد او ورورولۍ له برکته په افغانستان کې د نړۍ ستر قدرتونو ماتې خوړلې

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د غور ولایت مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

د غور ولایت رهبري غړو او قومي مشرانو د سرپرست وزیر څخه غوښتي، چې د دې ولایت ستونزې د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسولینو سره شریکې کړي، ترڅو د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر ویلي؛ د افغانانو اتحاد او ورورولۍ له برکته په افغانستان کې د نړۍ ستر قدرتونو ماتې خوړلې او د یو اسلامي نظام درلودونکي شوي، چې اوس یې د ساتلو لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې اسلامي نظام د خلکو له منځه ټاکل شوی او د ټولنې ستونزې ورته ښې معلومې دي، دا نظام هڅه کوي ترڅو د هېوادوالو شته ستونزې هوارې کړي.

شیخ محمد خالد حنفي په وینا؛ که په اسلامي نظام کې امر باالمعروف او نهی عن المنکر شتون ونلري، اسلامي نظام ورته نشو ویلای ځکه امر باالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي امور تطبیقوي.

ښاغلي حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي نظام په نړۍ بې ساری دی، چې پکې ټولې چارې د اسلامي اصولو په رڼا کې تطبیق کیږي او ټول مسولین یې ملت ته جواب ورکونکي دي.

سرپرست وزیر غور خلکو ته په خطاب کې ویلي، چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او له دوي یي غوښتي، چې د هېواد په ابادۍ کې د اسلامي امارت سره برخه واخلي.

د غور اوسیدونکو په دې ولایت کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو شتون ته په اشارې سره ویلي، د لوړ پوړو چارواکو شتون د خلکو ستونزې او ننګونې له نږدې لیدلي او اوریدلي، نو باید د ستونزو  حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.