په استانبول کې د افغانستان سوداګریزې اتشې سید حماد هاشمي د ترکیې په ارزروم ښار کې د سیمهییزو حکومتونو په شپږمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ښاغلي هاشمي د دې غونډې په څنډه کې له ترکي چارواکو سره د کرنې په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي، د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو او ترکیې ته د صادراتو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د یادې غونډې موخه د هېوادونو د علمي ظرفیتونو پېژندنه، د کرنې، اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د ګډو همکارۍ زیاتوالی ښودل شوی دی.

