د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون اداري کمېسیون غونډه وکړه.
په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
وروسته د امنيتي ارګانونو، د افغانستان بانک، امارتي شرکتونو او د بغلان ولايت پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث شوی او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.

