ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو له قوله ویلي، چې له نن سهار راهیسې په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پرله‌پسې بریدونو له امله لږ‌ تر لږه ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

له دې جملې څخه د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه د بشردوستانه مرستو د ترلاسه کولو پر مهال په نښه شوي دي.

صهیونیستي یرغلګرو پر غزه تړانګه خپل بریدونه جاري ساتلي. یوازې پرون (پنجشنبه، د تلې ۳مه) په دې بریدونو کې لږ‌ تر‌ لږه ۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي. په دې کې ۲۵ کسان یوازې د غزې په ښار کې شهیدان دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۵ زره او ۵۰۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۷ زره او ۳۷۶ نور ټپیان شوي دي.