د اسرائیلي رژيم له لوري د زیکیم بندر په تړل کېدو سره د غزې شمال ته د مرستو د لېږد لړۍ درول شوې ده.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دا حیاتي بندر د سپټمبر پر ۱۲مه پر غزه ښار د اسرائيلي یرغلګرو له ځمکنیو عملیاتو وړاندې تړل شوی دی.
زیکیم بندر په شمالي غزه کې د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول لري.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) رویټرز ته ویلي، چې د زیکیم له لارې یې غزې ته اکمالات بند شوي، حال دا چې وړاندې یې نیمايي خواړه ترې لېږدول.
د غزې اوسېدونکي وايي، چې د خوړو موندل بېخي سخت شوي او حالت ورځ تر بلې خرابېږي. د دې تر څنګ سلګونه زره فلسطینیان د وروستیو بریدونو له امله بېځایه شوي دي.
د غزې په ښار کې د پينځو اولادونو مور یاد خبري اژانس ته ویلي، حالت ډېر سخت شوی، نرخونه لوړ شوي او د خوړو موندل ستونزمن دي.
د نوموړې په خبره، هغه کسان چې خواړه او نور توکي… به یې خرڅول سویل ته کډوال شوي دي.
له بل لوري د غزې ښاروالۍ ویلي، چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. امنیتي ګواښونو او د تېلو کمښت د اوبو رسول لا ستونزمن کړي دي.

