ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ له برېتانیا څخه د درملو پر وارداتو ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګوي

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اقتصادي پلان له مخې له برېتانیا څخه د درملو پر وارداتو سل سلنه ګمرکي تعرفه لګوي.

ټرمپ (پنجشنبه، د تلې ۳مه) اعلان کړی، پر هغو شرکتونو به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي، چې په امریکا کې تولیدي حضور نه لري.

د راپورونو له مخې، اروپایي ټولنه او جاپان له دې نوي تعرفوي ګواښ څخه معاف دي، ځکه چې هغوی له امریکا سره داسې سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي، چې د درملو تعرفې یې تر ۱۵ سلنه پورې محدودې کړې دي.

یوې سرچینې یاد خبري اژانس ته ویلي، برېتانیا لومړی هېواد و چې له ټرمپ سره یې سوداګریزه هوکړه وکړه، خو د درملو اړوند لا هم خبرې راونې دي، نو برېتانیا له نویو تعرفو څخه خوندي نه ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کې امریکا ته د وارېدېدونکو درملو ۳.۳ سلنه برېتانیوي درملو تشکیلوله.