اسلامي امارت د هغو هېوادونو دریځ ستایلی، چې د افغانستان په اړه یې مثبتې څرګندونې کړې او د هېواد د خپلواکۍ، سولې او ثبات ملاتړ یې کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي: “موږ د هغو هېوادونو دریځ ستایو، چې د افغانستان په اړه یې مثبتې څرګندونې کړې او د هېواد د خپلواکۍ، سولې او ثبات ملاتړ یې کړی دی.”
نوموړي په یوه غږیز کلیپ کې زیاته کړې، دا یو واقعبینانه لیدلوری دي، چې له افغانستان سره اړیکو ته د موجوده امنیت، ثبات او پرمختګونو په رڼا کې ترجیح ورکول کېږي.
ښاغلي فطرت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابلو، مثبتو او پر اعتماد ولاړو اړیکو د پياوړتیا پالیسي لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ پښېدو په اړه ناسمې اندېښنې او په دې تړاو شوې ادعاوې په کلکه رد کړې او یو ځل بیا یې په ډاګه ویلي، چې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې فعالیت نه لري او هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د ملا حمدالله فطرت په خبره، اسلامي امارت د فساد، نشهيي توکو او هر ډول ناامنیو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او دوام یې خپل مسولیت بولو.

