د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د پروفيسور محمد ابراهيم په مشرۍ د جماعت اسلامي پاکستان ګوند له پلاوي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او پاکستان تر منځ د بېلابېلو کچو د پلاوو تګ راتګ مهم بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په ګټه ګڼلې دي.
مولوي امير خان متقي په پاکستان کې د جماعت اسلامي د ټولنیزو خدمتونو ستاینه کړې، له څو لسيزو راهيسې يې د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله مننه کړې او په پاکستان کې يې د مذهبي ګوندونو رول د پام وړ بللی دی.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي د افغانستان او پاکستان د ولسونو تر منځ پر نږدېوالي ټينګار کړی او په افغانستان کې يې له فتحې وروسته پرمختګونه ستایلي دي.
یاد پلاوي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ښهوالی د فرضي کرښې د پورې غاړې ولسونو د ژوند ښه کولو لپاره ګټور بللی او هيله يې ښودلې، چې پر ستونزو لاسبري شي.

