په استانبول کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل مفتي محمد اکبر عظیمي په ترکیه کې د سعودي عربستان ملي ورځې د ۹۵مې کلیزې د نمانځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
استانبول کې د افغانستان جنرال قونسلګري وایي، ښاغلي عظیمي د دې مراسمو په څنډه کې د سعودي عربستان، قطر، بنګلهدېش، مالیزیا، اندونیزیا، ایران، پاکستان، هند، مراکش، عراق او لیبیا له جنرال قونسلانو سره تعارفي کتنه کړې ده.
نوموړي له دوی سره د افغانستان او یادو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، کلتوري او سیاسي اړیکو د لا ټينګښت په اړه خبرې کړې دي.

