د غزې د دولتي رسنیو دفتر ویلي، د روان زېږدیز کال د اګسټ میاشتې له ۱۱مې راهیسې نږدې نیمايي شهیدان په هغو سیمو کې په نښه شوي، چې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د “خوندي سیمو” په توګه اعلان شوې دي.
له یادې نېټې راهیسې په مرکزي او سویلي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په ۱۳۳ بریدونو کې ۱۹ زره او درې فلسطینیان شهیدان شوي، چې په دې موده کې د ټولو شهیدانو ۴۶ سلنه جوړوي.
یاد دفتر زیاته کړې، له دې څرګندېږي چې ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه کېږي، حال دا چې اسرائیل یې مجبوروي، تر څو سویل ته کډوال شي.
د غزې د دولتي رسنیو دفتر له نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې ده او خبرداری ورکړی، چې اقدام نه کول یې نورو ټولوژنو ته د “شنه څراغ” مانا لري.
له سیمې راپورونه وايي، چې اسرائیلي یرغلګرو په غزه ښار کې بریدونه زیات کړي او ګڼې ودانۍ یې له خاورو سره سمې کړې دي.
یوازې پرون (شنبه، د وږي پینځمه) په دې تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشي بریدونو له امله ۹۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۴۵ یې یوازې په غزه ښار کې په نښه شوي دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۶۵ زره او ۵۴۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۷ زره او ۵۱۸ نور ټپیان شوي دي.

