ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وايي، چې د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې اړمنو کډوالو ته د سرپناه برابرولو په موخه د ځمکې د وېش بهير پيل شو.

دا وېش د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د شپږمې ګڼې فرمان پر بنسټ او د دايمي اسکان د مرکزي پلاوي په همکارۍ د ولايتي کمېټې او د ځمکې وېش تخنيکي ټيم په همغږۍ وشو.

د جوړ شوي پلان له مخې به ځمکه هغو کډوالو ته وېشل کېږي، چې مخکې له مخکې د دايمي اسکان د مرکزي پلاوي له خوا د ولايتي کمېټې سره شريک شوي او د تثبيت وروسته وړ ګڼل شوي دي.

د دې بهير موخه د کډوالو لپاره د دايمي سرپناه برابرول او د ښاري ژوند په جوړښت کې د دوی ادغام ښودل شوی دی.