د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرسیتال مولوي عتیقالله عزیزي په پنجشیر ولایت کې د لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په فرهنګي ناسته کې ګډون وکړ.
مولوي عتیقالله عزیزي په دې غونډه کې ویلي، چې د دې ناستې موخه د پنجشیر د مشایخو، ادیبانو او علمي څېرو له نژدې لیدنه او د هغوی د ارزښتمنو مشورو اورېدل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد دښمنان د افغانستان اوسنی امنیت او ټیکاو نه شي زغملای او تل یې د خپلو شخصي ګټو لپاره هڅې کړي دي. هغه د پخواني شوروي پر وړاندې د پنجشیر د خلکو جهادي مېړانې او شهامتونه ستایلي دي.
ښاغلی عزیزي همدا راز په فرهنګي او فکري مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوسنۍ فکري او فرهنګي جګړه له نظامي جګړې خطرناکه ده. موږ او تاسې په ځانګړي ډول ادیبان، شاعران او مشایخ باید د دغو توطیو پر وړاندې مبارزه وکړو او خپل قلم د ملت په خدمت کې وکاروو، ځکه د افغانستان ولس نور د جګړې توان نه لري.
د فرهنګ او هنر د مرستیال په خبره، د اسلامي امارت لیدلوری “افغانستانشمول” دی، نه قومي او نه سمتي.
هغه د پنجشیر د شاعرانو او لیکوالانو د هڅونې په موخه د کتابونو د چاپ په برخه کې د مرستو ډاډ هم ورکړی دی.

